پناه (قبولي) ، ويزه (موقتي ساتنه یا اتمه ماده) او د پاتي کيدو حق

د پناه غوښتني غوښتنليک څه ته وائي؟

هر انسان اجازه لري چي دځان ساتني لپاره په يو هيواد کي غوښتنه وکړي.
تاسو د ځان ساتني غوښتنه کوي، دا په دي معنی: چي تاسو پناه غواړي.
تاسو په اتريش کي پوليسو ته ورځي او ورته وائي چي: زه د پناه غوښتنه لرم. نو دا د پناه غوښتنليک شو.
پوليس بايد يوازي پدي پوه شي چي تاسو په اتريش کي د پناه غوښتنه لري.

پناه، قبولي يا دريمه ماده څه ته وايي ؟

پناه غوښتنه د څار او یا ځوروني څخه ځان ساتني ته ویل .
تاسو پناه ( دریمه ماده) ترلاسه کړ، دا په دي معنی چي: تاسو تر دريو کالو پوري په اتريش ‌ژوند کو کولی شي ( دري کالو لپاره د استوګني لنډ مهاله حق)
تاسو ته يو ه أ بي رنگ کارت درکول کيږي, په هغي باندي ليکل شوي وي چي تاسو په اتريش کي پناه ترلاسه کړي ده او تاسو په اتريش کي د کارکولو حق لري.
تاسو غواړي نورو هيوادو ته سفر وکړي؟ نو د کونوينسيون پاسپورت غوښتنه وکړي.
پاملرنه:
د دي پاسپورت په واسطه د خپل هيواد څخه پرته, دنورو هيواد ونو سفر کولو حق لري.
دري کا لونو څخه وروسته څه کيږي؟

  1. اتريش ګوري چي ايا تاسو لاساتني ته اړتيا لري؟
  2. اتريش ګوري چي تاسو کوم جرم نه دی کړی؟
  3. که چيری تاسو د لاساتني ته اړتیا و لري او په اتریش کي کوم جرم ته مرتکب شوی نه وي. نو بیا تاسو ته تلپاتي استوګني اجازه درکول کیري, بیا کولې شي چي په اتريش کي د اتل لپاره کار او ‌ژوند وکړي.

ولي يو انسان لپاره پناه ورکول کیږي؟

يوانسان ته هغه وخت پناه ورکول کيږي چي د دوه لازم شرطونو څخه برخمن وی.
پاملرنه: دواړه شرطونه بايد یوځاي وړاندی شي.
دغه دواړه شرطونه په لاندي توگه ده:

  1. پناه هغه کسانو ته ورکول کيږي چي هغوي په خپل هیواد کي د يو ځانګړي دلیل له مخي تعقيب کیږی او خورول کیړي.
  2. او پناه هغو کسانو ته ورکول کیړي. چی هغو پخپل هیواد کي په انفرادي ډول تعقيب یا ځورولو لاندی وی.

“ديو ځانګړي لامل له مخي ” تعقيب او یا ځورونه په دي معنی چی:
لاندي پنځه لاملونه څخه یوه یی کیدای شی د ستاسو ستونزو کی شامل وی:
د تعقيب او یا ځورولو لاندی پنځه لاملونه

  • قومي ‌ډلي: د بیلګه په توګه: تاسو د یوه قوم سره تر او لري او دا قوم ستاسو په هیوادکی تر تعقیب لاندی قرار لری (دمثال په توګه: یزد، ګوردان، روهنګیا…) او تاسو د څار لاندي ياستي او یاد خطر سره مخامخ یاستي ځکه چي تاسو دي قوم پوري تړاو لري.
    پاملرنه:
    که چیری دستاسو قوم ټولی وگري په عمومي توګه ترڅا رنی لاندي وي نو دا د پناه غوښتني دلیل نشي کیداي. تاسو یواخی توگه د خطر سرووسی.
  • دین:د مثال په توګه- تاسو د یو مسلماني کورني پوري تړاو لري نور کسان نه غواړي, چی مسلمان ووسي او یا عیسوی باید تاسو چی وغواری هغوی هم /کاتولیک شي.
  • ملیت:د بېلګې په توګه تاسو په یوه هیواد کي لږکي پوری تړاو لري او په همدی خاطر دولت تاسو ته پاسپورت نه درکوي او تاسو ځوروي. او یا له همدی کبله پولیس تاسو سره مرسته نکوي.
  • د یوي ځانګړي ټولنيزي ډلي پوري تړاو: د بېلګې په توګه تاسو همجنسباز یاست- ( نر د نر سره او یا ښځه د ښځي سره جنسي اړېکه درلودل) . او ستاسو په هيواد کي همجنسباز تر څارنی او خورونی لاندی نيول کيږي یوه بله بیلکه- ستاسو په هیواد کي ښځي په زوره يف جي ام (FGM) یا ختنه کولو ته په زوره کيږي اړ
  • سیاسي مفکوری:د بېلګې په توګه تاسو په خپل هیواد کي دولت باندي نیوکه کوي. تاسو خپل سياسي اند په ډاګه کوي او له همدي کبله تاسو څارنی او خورونی لاندی نیول کيږي.

بله بیلګه:تاسو په یو لاریون کي ګډون وکړ او پولیس فکر کوي چی تاسو یو ځانګړي ګوند او یا د یو ځانګړي سیاستوال ملاتړ کوي. او په حقیقت کي نه تاسو کوم ګوند او نه کوم سیاستوال څخه ملاتړ کوي. او که خپل هیواد ته را ستون شي او له همدي کبله تاسو څار یا ځورول کیږي.

په انفرادي ډول څارل کیدل:
دا په دی معني- چي دولت ستاسو په لټه کي دی.
دا په دی معنی چي تاسو په خپل هيواد کي د څار نه لاندی یاست. تاسو په خطر کي یاست، کیدای شي چي پولیس، ملیشی، کومی نوری چارواکي او ارګانونو ستاسو په لټه کي وي.
د مثال په ډول- تاسو د خپل دولت په سیاست نیوکه کوي او له همدي کبله تاسو زندان ته ځي او تاسو سره ناوړه چلن کیږي.
دوهم مثال: تاسو نه غواړي چي د پوځ او یا کوم بلي ډلي لپاره وجنګيږي، خو کوښښ کيږي چي تاسو اړباسي.
دریم مثال: تاسو نه شي کولي چي د خپلي خوښي جامي واغوندي.
څلورم مثال: تاسو اجازه نلري چي پخپله خوښه واده وکړي.
پنځم مثال: تاسو اجازه نلري چي ښونځي ته لاړ شي، خو تاسو ښونځي ته تلل غواړي او له همدي کبله ستاسو ژوند په خطر کي دی.
کیدای شی تاسو د دولت لخواه څارل کېږي ( یعني پولیس، ملیشه او داسي نور) او یا هم د يو دولتی غیر شخص لخوا ځورول کيږي او پوليس تاسو سره هیڅ ډول مرسته نکوي.
د مثال په توګه: ستاسو ګاونډی غواړي چي تاسو ته زیان درورسوي، تاسو پولیس څخه مرسته غواړي خو پولیس نشي کولې چی ستاسو څخه ملاتړ وکړي.
مثال په توګه: ستاسو خاوند او یا ستاسو میرمن ستاسو لپاره یو خطر دی خو پولیس تاسو سره مرسته نه کوي.
پاملرنه: د پناه غوښتنې لپاره دواړه دلیلونه باید یو ځاي وړاندي شي- ځانګړي دلیل چي تاسو یي لري او بل دا چي تاسو په انفرادي ډول دهمدي دلیل له امله د څار نی لاندي یاست.

اتمه ماده یا ویزه څه ته وائي؟ ) اتمه ماده د پناه غوښتني قانون)

کیداي شي چي تاسو پناه (دریمه ماده) ترلاسه نه کړي. خو ستاسو لپاره خطر دی که خپل هیواد ته واستول شي. نو بیا تاسو ته اتمه ماده یا ویزه درکول کیږي. تاسو ته اتمه ماده درکړل شوه، تاسو کولي شي چی په اتریش کي یو کال ژوند وکړي. تاسو ته یو موقتي استوګنی درکول کیږي. تاسو ته یو خړ کارت درکول کیږي. دا کارت ستاسو پيژند پاڼه ده. تاسو د کار اجازه لري. تاسو فریمدن پاسپورت هم ترلاسه کولي شي. پدي پاسپورت سره سفر کولي شي، خو د خپل هیواد ته د سفر جواز نلري.
د ا تریش دولت ستاسو ویزه (اتمه ماده) تمدیدوی. تاسو باید د ویزي تمدید لپاره غوښتنه وکړي. مخکي لدي چي ستاسو د ویزي (اتمه ماده) وخت پاي ته ورسیږي، تاسو باید دوه میاشتي دمخه د وکیل په مرسته د ویزي (اتمه ماده) د تمدید غوښتنه وکړي.

د استوګني د جواز لپاره د پام وړ لاملونه )د پاتی کیدو حق)

تاسو پناه ( قبولي) او یا هم موقتي ساتنه( ویزه یا اتمه ماده) ترلاسه نشی کولای خو د اتریش په ټولنه کي فعاله ونډه لري (يعني اتریشي دود او کلتور سره بلدید لري) نو کیدای شی چي تاسو په اتریش د پاتی کیدو حق درکړل شي.. د اتریش دولت ګوري چي تاسو څومره ادغام شوي یاست.
څومره وخت کيږي چي تاسو په اتریش کي استوګن یاست؟
ایا ستاسو کورني په اتریش کي میشته ده؟
ستاسو کورني کوم ډول اوسیدولو اجازه (اسناد) لري؟
ایا تاسو کار کوي؟
ایا تاسو اتریشي ملګرې لري؟
ایا په الماني ژبه خبري کولي شي؟
ایا تاسو د کوم ګوند غړیتوب لري؟ ایا تاسو په ټولنه کي فعاله ونډه لري؟
ایا تاسو د محکمي لخوا مجازات شوي یاست؟
ایا تاسو په اتریش کې قانون مات کړي؟
ستاسو حالت به ستاسو هیواد کي څنګه وي؟ ایا هلته کورني لري؟ ایا هلته تاسو کولي شي چي کار او ژوند وکړي؟

لومړي مرکه

لومړي مرکه څه ته وائي؟


تاسو د پولیس څخه د پناه غوښتنه کوي. پولیس بیا له تاسو سره خبري کوي. همدي خبرو ته “لومړي مرکه ویل کېږې.
پولیس له تاسو څخه پوښتني کوي:

  • ستاسو نوم څه ده؟
  • تاسو کله پیدا شوي یاست؟
  • ستاسو ملیت څه دی؟
  • تاسو اتریش ته څنګه راغلي یاست؟
  • ولي مو خپل هیواد پریښود؟ پولیس په ډیر لنډ ډول پوهیدل غواړي چي تاسو ولي پناه غواړي؟بیا تاسو کولی شي چی په بله مرکه کې دا موضوع په سمه توګه روښانه کړي.

تاسو په خپله ژبه خبري کوي او پولیس په الماني ژبه خبري کوي. یو ژباړونکي (ترجمان) مرسته کوي چي تاسو د یوبل سره په خبرو پوه شي.
پاملرنه:
که چیر ی تاسو د ژباړونکي (ترجمان) په خبرو نه پوهیږي نو پولیسو ته ووایاست. تاسو باید یو ژباړونکي (ترجمان) ولري چي په خبرو ورسره پوه شي. تاسو د یو بل ژباړونکي غوښتنه کولي شي. دا ستاسو حق دی.

تاسو چي خبري کوي پولیس ټولي خبري په الماني ژبه لیکي. دي لیکني ته په الماني کی (نیدرشریفت) وائي. لومړي مرکه پاي ته ورسیده. ژباړونکی (ترجمان) باید ټول متن (نیدرشریفت) ستاسو په ژبه تاسو ته وژباړي. تاسو باید ووائي چي ایا هر څه سمه دي او که نه؟
ایا څه غلط دي؟ نو ووایاست: چي دا غلط دي. زه غواړم چي اصلاح شي.
ایا څه پکي کم دي: نو ووایاست: چي ما ویلي وو خو دلته پکي نه دي لیکل شو .

پاملرنه:
په متن (نیدرشریفت) کي باید هر څه سمه وي. دا ستاسو حق دی. تاسو باید متن لاسلیک کړي.
که هر څه سم وي؟ نو بیا ئي لاسلیک کړي. که څه غلط وي؟ یا کم وي؟ نو زیاته ئي کړي او ووایاست چی ولي؟ تاسو بیا وروسته یو مهمه مرکه (انټرویو) لري بیا هلته دا هر هغه څه چي په متن کي لیکل شوي دي، بیا کتل کیږي.
پولیس تاسو د متن یوه کاپي درکوي، کیداي شي چي د پولیس کاپي درکول له یاده وو ځي. نو بیا ورته ووایاست چي: زه د متن یوه کاپي غواړم. دا ستاسو حق دی.

استو گنخاي

زه د پناه غوښتني په بهیر کي یم. چیرته اووسیږم؟

په پیل کي به تاسو د دوو اولني استوګنځایونو (کمپونو) څخه په یو کي اوسیږي.
هلته به یورنځورپوه یا یوه رنځورپوه ستاسو کتنه وکړي. ایا تاسو دردونه لري؟ایا تاسو د ناروغې احساس کوې؟نو رنځورپوه ته ووایاست
کیداې شی چی تاسو هلته یو څو ګړې او یا یو څو میاشتې وځنډیږي. ترڅو تاسو یو بل استوګنځي ( کور یا اپارتمان) ته ولیږدول شي. تاسو نشي کولاي پخپله خوښه د ځان لپاره استوګنځاي غوره کړي. پدي استوګنځاي کي تاسو تر هغه ژوند کوي. ترڅو چي ستاسو د پناه غوښتني بهیر پر مخ روان وي.
د کورنیو لپاره ځانګړي کورونه شتون لري.
د هغه ښځو لپاره چي یوازي دي د هغو لپاره ځانګړي ځایونه شتون لري.
معلولینو لپاره ځانګړي اپاتمانونه شتون لري.
هغه کسان چي یوازي دی او منګونه (عمرونه) ئي د اتلسو کالونو څخه کښته دي. د هغو لپاره ځانګړي کورنه شتون لري.

پاملرنه:
هر څوک کولاې شي د نوملیکني دفتر (ملدی امت) څخه د ثبت پانه (ملدی سیتل) ترلاسه کری. ستاسو پته بابد د ستاسو ثبت په پانه (ملدی سیتل) کی و لیکل شي. نو اړینه ده چي د ثبت په پانه کی سمه پته لیکل شوي وسي.
تاسو کډه وکړه؟ ستاسو پته نوي شوه؟ نو باید زر تر زره د نوملیکني دفتر ته لاړشي او خپله نوي پته ورته ووایاست. تاسو ته به نوي ثبت پانه (ملدی سیتل) درکول کیږي.
ولي د ثبت په پانه (ملدی سیتل) سمه پته اړینه ده؟
ستاسو هیر شول چی نوملیکني دفتر (ملدی امت) ته خپله نوي پته ووایاست؟ نو بیا د کډوالو اداره (BFA) ستاسزړي پتي ته لیکونه استوي. یا تاسو خپل لیک نه درسیږي او یا هم ډیر ناوخته تاسو ته ستاسو لیک درسیږي.
تاسو یوي لیدژمني (Termin)
نشي تلای چي دا ډیره بده خبره ده. تاسو هره ورځ خپل پوست وګوري

زه غواړم په همغه ښار کي ژوند وکړم، کوم ښار کي چي زما کورني اوسیږي. ایا دغه کار امکان لری ؟

هو: په لومړي ” ثبت مرکز ” کي احوال ورکړي.
ووایی چی: زه غواړم چي د خپلي کورني سره ژوند وکړم.

زه غواړم په همغه ښار کي ژوند وکړم، کوم چي زما ملګري اوسیږي. ایا دا شوني ده؟

ښايئ، خو: تاسو دا حق نلري. اداري مجبوره ندي چي ملګرتیا په نظر کي ونیسي.

یادونه:
تاسو غواړي چي کډه وګړي؟ نو بیا اړونده ادارو ته خبر ورکړي.
اداري وائي چي “نه” او تاسو بیا هم کډه کوي نو بیا تاسو سره مالي مرستي نه کیږي.

د منلو بهیر \ دوبلین

د منلو بهیر څه ته وائي؟

اتریش ګوري چی ایا ستاسو د پناه غوښتني بهیر په اتریش کي ترسره کیږي؟ اتریش ګوري چي ایا ستاسو پناه غوښتني غوښتنلیک ومنل شي؟ اړونده قانون د “دوبلین قانون” دی.
د پناه غوښتني په بهیر کي لاندي ټګي پلټل کیږي:

  • ایا تاسو په اروپا کي خاوند، میرمن او یا کم منګه (اتلسو کالو څخه کوچني) ماشومان لري؟
  • ایا ستاسو مور او پلار او یا د کورني کوم بل غړي مو په اروپا کي میشت دی؟ د دوي د استوګني موقف څه دي؟ ایا پناه ئي ترلاسه کړي؟ او که د پناه غوښتني په بهیر کي دی؟
  • ایا تاسو ویزي یا استوګني جواز سره اتریش ته داخل شوي یاست؟
  • تاسو لومړي ځل کوم اروپاي هیواد ته سفر کړي دی؟ ایا تاسو ته نه ئې کوتو نښانونه اخیستي دی ؟
    تاسو که اروپاي ټولني هیوادنو ته سفر وکړي. نو له تاسو څخه ځینی وخت ګوتو نښان اخیستل کیږي. ستاسو د ګوتو نښانونه په یو ډیټابیس کي خوندي کیږي. ټول اروپاي هیوادونه کولي شي چي یاد ډبټابیس وګوري. اتریش هم کولي شي چي دي ډیټابیس ته لاس رسي ولري.
  • ستاسو عمر له اتلسو څخه کم دی او تاسو پرته د مور او پلار څخه راغلي یاست؟ بیا ستاسو لپاره ځانګړي مقررات وضع شوي دي. دلتهځانګړي معلومات ترلاسه کولاي شي.

دوبلین سیستم څه ته ويل کيږی ؟

دوبلین سیستم په دی معنی چۍ : په اروپاي ټولنه کي یوازي یو هیواد کولي شي چي ستاسو د پناه غوښتني لړي ترسره کړي. تاسو په ازاده توکه نه شي کولي چي د خپلي خوښي هیواد د پناه غوښتني بهیر لپاره وټاکي.
تاسو اجازه لري چې یوازې په یو هیواد کې پناه واخلئ ، تاسو کولی شی یوازې په یو هیواد کې د پناه غوښتني لړي ترسره کړي. تاسو کولی شي یوازې په یو هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

‌زه د منلو په بهیر کي یوه مرکه لرم ، څه کیږي؟

اتریش غواړي چي پلټنه وکري چي ایا تاسو کوم بل اروپاي ټولني هیواد ته استول کیږي. له همدي امله تاسو د BFA لخوا یوي مرکي ته راوبلل شي. ستاسو قانوني سلارکار (وکيل )باید له تاسو سره لاړ شي او له تاسو څخه ملاتړ وکړي. یو ژباړونکی (ترجمان) یا یوه ژباړونکي دا مرکه ژباړي. دا ستاسو حق دي. څه چي تاسو وائي هغه لیکل کیږي او ورته متن (نیدرشریفت) په نامه ياديږي . دا متن به تاسو ته ستاسو په مورني ژبه بیرته وژباړل شي. تاسو کولي شي چي اصلاحات پکي راولي. تاسو کولي شي چي ووایاست چي نور څه باید پکي اضافه شي. دا ستاسو حق دی.
تاسو اجازه لري چی یو کاپي د ځان سره ولري. د یوي کاپي غوښتنه وکړي. دا ستاسو حق دی.

ځینی خلک نورو اروپاي ټولني هیوادونو ته نه استول کیږي چي لاملونه ئي په لاندي ډول دي.
لمرۍ بیلګه : تاسو ډیر ناروغ یاست: او په بل هیواد کي ستاسو لپاره رنځورپوه(ډاکتر )او روغتون شتون نلري.
دو يمه بیلګه : تاسو حامله یاست: او په بل هیواد کي ستاسو لپاره رنځورپوه(ډاکتر ) او روغتون شتون نلري.
دریمه بیلګه : تاسو یوه ښځه (پرته له کورني څخه) یاست او هلته د ښځو لپاره ځانګړی استوګنځايونه شتون نلري.
څلورمه بیلګه : تاسو یوه کورني ( د ماشومانو سره) یاست او هلته د کورني لپاره کورونه شتون نلري.
پنځمه بیلګه : تاسو په همغه هیواد کي وي او پولیسو له تاسو سره بد چلن کړي دی.
هره بیلکه چي له تاسو سره سمون لري. نو په مرکه کي ورته ووایاست.

څنکه BFA کولي شي چي د منلو په بهیر کي پریکړه وکړي؟

د ستاسو مرکه (انټرویو) پاي ته ورسیده سره. نو بیا د کډوالو اداره (BFA)پریکړه کوي. چي ایا ستاسو د پناه غوښتني لړي دي په اتریش کي ترسره شي او که نه. تاسو ته به یو پرکړنلیک درولږل شي.
الف : د کډوالو اداره (BFA) وائي: هو، ستاسو د پناه غوښتني بهیر باید په اتریش کي ترسره شي. تاسو یو سپین کارت ترلاسه کوي چي دا ستاسو پیژند ند پانه په توګه او پولیس ته په ډاګه کوي چی تاسو په اتریش کی د لنډ وخت لپاره د ژوند کولو اجازه لري.
ب : د کډوالو اداره وائي: نه – ستاسو د پناه غوښتني بهیر بایدپه اتریش کي ترسره نشي. د کډوالو اداره وائي : چي تاسو باید اتریش پریږدی.) د هیواد څخه وتني پریکړه).

پریکړه وکړه چي اتریش زما مسوليت نلري، نو زه څه وکړم؟ BFA

تاسو کولاي شي چي د کډوالو اداري (BFA) پریکړي پلټنه وکړي. نو بیا سمدستي د خپل قانوني سلاکار سره خبري وکړي. ستاسو قانوني سلاکار له تاسو سره یو ځاي یو شکایت لیکي. او ستر ی محکمه (BVwG) ته ئي لیږدي او ستره محکمه بیا پریکړه کوي.
پاملرنه:
یادونه: تاسو باید جدا د فیصلي تر ځنډه (ځنډ تاثیر) وغواړي.
ستاسو اعتراض ممکن د ځنډولو تاثیر ونلري.
په دې حالت کې، کیدلي شي چي یوه اوني وروسته بل هیواد ته ولیږدول شي

الف: ستر ی محکمه وايي: هو، ستاسو د پناه غوښتنې بهیر باید په اتریش کې ترسره شي. بیا ستاسو د پناه غوښتنې بهیر پیل کیږي.
ب : ستره محکمه وايي: نه، ستاسو د پناه غوښتنې بهیر باید په اتریش کې ترسره نشي. ستاسو د پناه غوښتنې بهیر یو بل هیواد (له کوم اروپاي هیواد څخه چي تاسو اتریش ته راغلي یاست) ته سپارل کیږي. تاسو کولاي شي چی پخپله خوښه اتریش پریږدی. د انکار په صورت کي بیا اړونده اداري تاسو په زوره هغه بل هیواد استوي. ( هواد څخه ویستلو قانون).

ایا اتریش ستاسو د پناه غوښتني بهیر مسولیت په غاړه لري؟

د کډوالو اداره (‌BFA) تاسو ته د یوي مرکي لپاره بلنه درکوي. د کډوالو اداره ګوري چی ایا تاسو پناه (دریمه ماده) او که یا موقتي ساتنه (اتمه ماده) ترلاسه کوي. او همدارنګه د کډوالو اداره ګوري چي ایا تاسو د پاتي کیدو حق لري او که نه.

مرکه (انټرویو) څه ته وائي؟

مرکه (انټرویو) څه ته وائي؟

د کډوالو اداره تاسو څخه معلومات غواړي. د کډوالو اداره غواړي تاسو سره د هیواد څخه د وتني او ځوروني په باره کي خبري وګړي. دا خبري اتري د (Einvernahme ) یا (انټرویو ) په نوم یادیږي. تاسو ته به د یادو خبرو اترو لپاره د پوست له لاري یو بلنلیک راولیږل شي.

کله به زه د مرکي (انټرویو) لپاره بلنلیک ترلاسه کړم؟

کیداي شي چي ډیر وخت ونیسي چي ترڅو تاسو ته د کډوالو اداري څخه د مرکي لپاره بلنلیک راواستول شي.
د کډوالو اداره باید د هر یو کس د پناه غوښتني غوښتنلیک په سمه توګه وازموي. چي داخورا سخته ده.
ایا تاسو باید ډیر صبر وکوي؟ نو هیڅ خبره نشته. هر څه سم سمه د ه. اندیښنه مه کوي. صبر وکړي.

څنګه باید خپل ځان مرکي ته چمتو کړم؟

د خپلي کيس يا قضي په اړه ښه فکر وکړي. د پیل څخه تر پاي پوري ټول معلومات اړین دي. تاسو باید ډیرو پوښتنو ته جوابونه ولری.
د بیلګي په توګه :
۱ – د هغو ځایونو نومونو واخلي، کوم ځايونو کي چي تاسو هلته اوسیدلي یاست.
۲ – یاد ځایونه څه ډول ښکاریدل.
۳ – ستاسو د تښتدني څخه مخکي څه پیښ شوي وو.
۴ – د هغه خلکو نومونه واخلي له کومو چي تاسو تښتی ته اړ شوي یاست.
۵ – ټول معلومات اړین دي.

حقوقي سلاکار (وکيل) کولاي شي چي تاسو سره په چمتوالي کي مرسته وکړي.
دلته کولي شي چي په وړيا توګه حقوقي سلا (وکيل) ترلاسه کړي.

  • کار يتا س اتریش – Caritas Österreich
  • دیاکوني د پناه غوښتني خدمتونه – Diakonie Flüchtlingsdienst
  • دیزبتویرس او په وینا کي و ګډوالو د سلا دفتر – Deserteurs- und Flüchtlingsberatung Wien
  • خلکو مرستي – Volkshilfe
  • کډوال په خطر کي – Asyl in Not

څوک په مرکه (انترویو) کي برخه اخستلا‌ي شي؟

  • تاسو
  • مرکچي (مرکه کوونکي) یا مرکچئ
  • ژباړونکۍ (ترجمان) یا ژباړونکې
  • کله نا کله قانوني سلاکار یا وکیل
  • باوري کس) ښځه یا سړي)

د کډوالو اداري (BFA) مرکچي (مرکه کوونکی) د مرکي چاري پر مخ وړي.
پدي مرکه کي باید تاسو هر هغه څه ووایاست کوم چي ستاسو په هیواد کي پیښ شوي وو. تاسو باید د
خپل ځوروني او څار علت به ډاګه کړي. تاسو باید روښانه کړي چي تاسو ولي په خطر کي یاست. ایا تاسو جنسي تاوتریخوالي تجربه کړي؟ او همدي لامله تښتیدلي یاست نو باید ووایاست. تاسو غواړي چی د یوي ښځي لخوا وپوښتل شئ؟ نو ووایاست : چي زه يوه مرکچئ ( ښځینه انټرویو اخستوونکي) غواړم.
تاسو غواړي چي د یو نر لخوا وپوښتل شئ؟ نو ووایاست : چي زه یو مرکچي ( نارینه انټرویو اخیستوونکي) غواړم. دا ستاسو حق دی. ژباړونکی (ترجمان) بيطرفه وي. هغه تاسو سره مرسته نشي کولی. او هغه هم د مرکچي سره د مرستي کولو اجازه نلري. هفه يوازي د خبرو اترو په ترسره کولو کي مرسته کوي.
که تاسو د ژباړونکي (ترجمان) په خبرو نه پوهیږی نو بیا مرکچي ته ووایاست. تاسو باید یو ژباړونکی ولري چي د هغه به خبرو پوه شی. تاسو ته به یو بل ژباړونکی راوستل شي. دا ستاسو حق دی.

تاسو قانوني استازي ، وکیل یا قانوني سلاکار لري؟
دا کس اجازه لري چي تاسو سره راشي او تر پایه په مرکه کي شتون ولري.
تاسو اجازه لري چی یو باوري کس دځان سره راولي. دا هغه کس دی چی تاسو پري باوري کوي. یو ملګري یا یو مرستندوي. یواځي یو کس حق لري چی تاسو سره راشي. تاسو ئي په خپله خوښه غوره کړي. دا کس باید ستاسو لپاره مثبت وسي. دا کس باید ستاسو ملاتړ وکړي. لیکن یاد کس اجازه نلري چی په مرکه کي خبري یا پوښتني وکړي. دوي باید چوب او ارام وسي.

پاملرنه : تاسو د ځان سره مرکي ته یو باوري کس وړي. دا کس له مرکي وروسته مرکچي ته ستاسو د قضي په اړه وینا حق نلري او نه هم د شاهد په توګه منل کیږي.
یا د کډوالو اداره (BFA) باید معلومه کړي چي تاسو په اتریش کي ملګري لري؟ ایا BFA ایا
باید معلومه کړي چي تاسو په ښه توګه ادغام شوي یاست؟ تاسو په پیل کي ویلي شي چي باوري کس تاسو ته ویلي شي چي زه ښه توګه ادغام شوي یم.
زه غواړم چي د کډوالو اداره (BFA) ددي کس څخه زما د ادغام په اړه پوښتني وکړي.
ټول هغه انسانان چي د مرکي په وخت کی شتون لري باید قانون سره سم چلند وکړي. هغوي دا حق نلري، چی ستاسو د مرکي به اړه بل کس ته معلومات ورکړي. هغوي باید ددي په اړه چوبتیا غوره کړي.
دا په دي معنی – تاسو ډاډه وسي، یواځي هغه کسان چی په مرکه کي شتون لري ستاسو قضي څخه خبر دي، نور هیڅوک به خبر نشي.

مرکه (انټرویو) څنګه ترسره کیږي؟

مرکه کوونکي (مرکچي) پوښنته کوي. ژباړونکی (ترجمان) تاسو ته هرڅه ستاسو په مورني ژبه ژباړي. تاسو جواب ورکوي. بیا ژباړونکی (ترجمان) هر څه په الماني ژبه بیرته ژباړي. مرکچي هر څه په الماني ژبه په دقيق ډول په متن کي لیکي.
په پیل کي مرکچي له تاسو څخه پوښتني کوي لکه : تاسو څوګ یاست) نوم، زېږيدلو نيټه، کورني). مرکه اخيستونکي پوښتنه کوي-

  • ستاسو حالت په خپل هیواد کي څرنګه دی؟
  • په کومو لارو تاسو اتریش ته راغلي یاست؟
  • په اتریش کي څه کوي؟

بیا مرکچي په دقیق ډول پوښنته پیل کوي؟

  • تاسو ولي تیښته وکړه؟ خپله کیسه چي څومره ممکنه وي، ووایاست.
  • د هغه ځایونو نومونه واخلي په کومو کي چي تاسو استوګن وي؟
  • هغه ځایونو څرنګه ښکاره کیدل؟
  • مخکي لدي چي تاسو کډوال شوي، څه پیښ شوي وو؟
  • د هغه خلکو نومونه واخلي کومو چي تاسو تښتیدلي یاست؟

ټول تفصیلات ووایاست : دا د پناه غوښتني د پریکړي لپاره خورا مهمه ده.
ووایاست: هر څه چي ویل غواړي. تاسو کافي وخت لري. مرکچي ټولي خبري لیکي. مرکچي غواړي چي په هر څه پوه شي. نو همدي لپاره به ډیري پوښتني کوي. که تاسو په کوم جواب نه پوهیږي؟ ووایاست: چي نه پوهیږم ، تاسو ته خپله کیسه معلومه ده. تاسو ئي په سمه توګه بیانولي شي.
تاسو ویلي شي چي زه تفریح غواړم. تاسو ویلي شي چي زه د څښلو لپاره يو څه ته اړتیا لرم.
تاسو باید هر څه بیان کړي. ځکه چي ، هر هغه څه چي تاسو په مرکه کي وائي. ستاسو د پناه غوښتني لپاره اړین دي.
د کډوالو اداره (‌ (BFA) به تاسو ته یو لیک واستوي. چي په هغي کی به پریکړه لیکل شوي وي. د پریکړي نه وروسته تاسو بیا نور تفصیلات نشي اضافه کولی. په همدي خاطر تاسو باید هر څه په مرکه کي ووائي. ځکه چي ددي نه وروسته تاسو بیا د ویلو حق نلري.
مرکه پاي ته ورسیده. ژباړونکی (ترجمان) باید ټول متن تاسوته ستاسو په مورني ژبه ژباړې . هغه باید هر جمله تاسو ته وژباړي. ځکه تاسوباید وروسته ټول متن لاسلیک کړي.
متن دقیق وکوري چي هر څه په سمه توګه لیکل شوي وي. په متن کي خو څه کم ندي.
ایا که په متن کي څه غلط وي؟ بیا متن لاسلیک کولو ډډه وکړئ.
او و وا يی: زه د متن اصلاح غوښتونکي يم . دا ستاسو حق دی. کولو
ایا هره جمله سمه ده او ستاسو ټوله کیسه لیکلی شوي ده؟ نو بیا کولي شی چی متن لاسلیک کړی.

زه د ژباړونکي (ترجمان) په خبرو نه پوهیږم

تاسو د ژباړونکي (ترجمان) په خبرو نه پوهیږي. نو بیا مرکچي ته ووایاست. تاسو باید یو ژباړونکی (ترجمان) ولري چي په خبرو ورسره پوه شي. تاسو کولي شي یو بل ژباړونکی (ترجمان) ولري.
تاسو کولي شي چی مرکه بنده کړي او ووایاست : چي زه د بل ژباړونکي (ترجمان) غوښتنه لرم. زه بیا بیرته بلي مرکي ته راځم. دا ستاسو حق دی.
نو بیا مرکه کوونکي ته ووا يی . چي تاسو یو بل ژباړونکی (ترجمان) ترلاسه کړی. دا ستاسو حق دی.
تاسو وویل چي تاسو د ژباړونکي (ترجمان) په خبرو نه پوهیږي دا خبره باید په متن ( نیدرشریفت) کي ولیکل شي. که دا خبره په متن کي ونه لیکل شوه نو متن لاسلیک نه کړي. ووایاست چی متن باید اصلاح شي. متن باید سمه توګه ولیکل شي.

(دخبرو اترو لیکنه (د انټرویو لیکل

د خبرو اترو لیکنه څه ته وائي.

ستاسو د مرکي په وخت کي مرکه کوونکي هر څه چی لیکي دغه ليکل شوۍ متن ته (نیدرشریفت) وائي. هر څه چي تاسو وائي هغه باید په متن کي ولیکل شي. چي بیا وروسته متن لوستل کیږي او همدي له مخي پریکړه کیړي.

ایا زه د متن (نیدرشریفت) کاپي ترلاسه کولي شم؟

هو.
ووایاست : چی زه د متن (نیدرشریفت) کاپي غواړم. دا ستاسو حق دی.

ولي زه باید متن ( نیدرشریفت) لاسلیک کړم؟

انټرویو (مرکه) پاي ته وریسده. ژباړونکی ترجمان) ) تاسو ته متن ستاسو په ژبه ژباړي. هغه باید هره جمله تاسو ته ووائي. باید وګوري چي هر څه سمه وی .او هم وګوره چی څه خو پکی کم نه دی که کم وی بیا لاسلیک ونه کړي. ووایاست چی زه د متن اصلاح غواړم.
چی هره جمله سمه وی او ستاسو ټوله کیسه پکی لیکل شوي وي نو بیا لاسلیک وکړي. تاسو باید هره پاڼه لاسلیک کړي. ځکه دی سره تاسو تصدیق کوي چی هر څه صیح او هر څه لیکل شوي دي. تاسو وروسته متن کی بدلون نشي راوستلی. تاسو وروسته په متن کی اضافي لیکنه نشي کولي. د مرکي په ورځ باید هر څه سمه وسي.

زه نه غواړم چی لاسلیک وکړم؟

تاسو فکر کوي، چی متن غلط دی. نو بیا نکي اخيستو مرکه ته ووائي.
تاسو فکر کوي، چی ژباړونکی ترجمان) ) زما په خبرو پوه نشو. نو بیا مرکچي ته ووایاست.
مرکچي باید په متن کی ولیکي چی دا متن زما په اند سمه ندی.
ښائي مرکچي ستاسو په خبرو نه وي پوه شوی.
ښائي تاسو فکر کوي چی ټول متن صیح ندی.
بیا ووایاست: چی زه متن نه لاسلیک کوم. تاسو باید ووایاست چی ولي ئي نه لاسلیک کوي. ستاسو دلیل باید ولیکل شي. تاسو مجبور نه یاست چی متن لاسلیک کړي.

ما متن (نیدرشریفت) لاسلیک کړو مګر متن کی غلطی ده، څنګه کولی شم چی اصلاح ئي کړم؟

دا خورا سخته دی.
کله چی تاسو لاسلیک کوي دا په دي معنی چی هر څه صیح دي. تاسو کولی شي چي خپل نظر د کاغذ پر مخ ولیکی او پکی تشریح کړي چي په متن (نیدرشریفت) کي څه غلطي ګاني شتون لري. او همداراز ولیکي، چي تاسو ته دا تیروتنه وس ولي در په یاد شوه.
او که تاسو د پناه غوښتني پریکړه تر لاسه کړه. نو بیا هم تاسو کولي شي چی شکایت ولیکي او ناسم متن په خاطر مبارزه وکړي. لیکن ډیره سخته ده.

شواهد، توکي او سندونه

زما په بلنلیک کي لیکل شوي دي چی زه باید د ځان سره شواهد، توکي او اسناد راوړم. شواهد زما د څه لپاره پکاریږي.

اسناد او توکي کله کله د ثبوت په توکه راجع کیږي. ستاسو د قضي د ملاتړ لپاره دهر څه څخه د ثبوت په توګه کار اخستلاي شي. کیداي شي چي تاسو د خپلي قضي د هري برخي لپاره ثبوت ولري. چی دا په حقیقت کي ښه او ګټور کار دی.
د بیلکي په توګه: ستاسو پاسپورت، نوري پیژندپاڼي، د کار قرارداد، د ښوونځي سندونه، انځورونه، ویډوګاني، لیکونه، بیلونه او نور شیان چی ستاسو قیصه پري ثبوت شي. د ثبوت په توګه منل کیږي.
مخکي له مخکي د خپل قانوني سلاکار یا سلاکاري، وکیل یا وکیلي سره خبري وکړي. چی هغو تاسوته لارښونه وکړي چی کوم اسناد او ثبوت مناسب (وړ) دي. همدا اسنادونه د ځان سره مرکي ته ویسي. تاسو مکلف یاست چی خپله ئي مرکچي (انټرویو اخستونکی) ته وسپاري.
یاد اسنادونه د کډوالو اداري لخوا کتل کیږي چی په همدي خاطر اسنادونه هملته پاتي کیږي. نو ځکه اړینه ده چي له مخکي د اسنادونو څخه کاپي واخلي او بیا ئي د کډوالو اداري ته ورکړي او تصدیق تري واخلي.
د کډوالو ادراه (BFA) ستاسو د قضي په تړاو معلوماتو پسي ګرځي.
هغوي ستاسو په هیواد کي هم لټه کوي. د کډوالو اداره باید تاسو سره لاسته راوړل شوي معلومات شریک کړي. تاسو فکر کوي چي دا معلومات صحي ندي او یا څه کم دي.
د کډوالو اداري ته ووایاست : معلومات ناسم دي او یا مهم معلومات پکي کم دي.
د بیلکي په توګه: تاسو یوه ښځه یاست تاسو باید د خپلي خوښي خلاف (په زوره بل چا سره) واده وکړي.
او له همدي کبله د افغانستان څخه تښتیدلي یاست او یا تاسو ویره لرله چی په کور کي به ووهل (زورزیاتی) شي او پولیسو مرسته نشوه کولي.
دکډوالو اداره (BFA) باید ددي په اړه سم معلومات پیدا کړي. او بیا تاسو ته ووائي چي هغوي کوم معلومات لاسته راوړي دي او تاسو سره ئي باید شریک کړي.

پاملرنه: ادارو ته همیشه اصلي اسناد وړاندي کړي هيڅ تغیرات پکي رانه وړې. ستاسو اسناد کتل کیږي.
ایا ستاسو اسناد اصلي ندي؟ کیداي شي چی تاسو ته جرمانه درکړل شي.

ایا زه باید خپل اسناد وژباړم؟

تاسو اسناد لري؟ ځان سره ئي د کډوالو اداري ته ویسي او یوه کاپي تري واخلي. مخکي له مخکي تول سندونه
موحقوقي سلاکار یا سلاکاري ته وښا يی.
که چیري زما اسناد (سندونه) د اتریش څخه بهر وي نو څه وکړم ؟
ایا څوک کولي شي چي تاسو ته ئي راوستوي؟ اجازه ورکړي چي راویلیږي. لفافه ئي له ځان سره وساتي.
ایا څوک کولي شي چي تاسو ته ستاسو د سندونو څخه انځورونه راولیږي. دا هم ښه لاره ده.

که چیري اسناد ونه لرم، نو باید څه وکړم ؟

دا کومه ستونزه نه ده.
پاملرنه: ځیني پناه غوښتونکي د خپلي قضيي مهمو برخي نه بیانوي، ځکه هغوي سره اسناد نه وي.
چی دا ‌ډیر زیان لري. د مثال په توګه: تاسو وده کړي؟ د واده سند (نکاه خط) تاسو سره نشته. خو تاسو بیا هم ورته ووایاست: چي زه واده شوي یم. که ورته ونه ویاست بیا وروسته ستونزي پیدا کیدلي شي.
پاملرنه: کوښښ ونه کړي چي د ځان څخه قیصه جوړه کړي، کیداي شي چي تاسو جرمانه شي او ستاسو باور ورسره زیانمن شي. غوره ده: چي حقیقت (د تښتیدو لامل) ورته ووایاست. حتی که تاسو سره سندونه هم نه وي.

قضايي مجازات

اداري مجازات څه ته وائي؟ او د پناه غوښتنې په بهیر څه اغېزې لرې؟

ادارې مجازات تاسو ته د کوچنېو سرغړونو پایله کې درکول کېږې.
د بېلګې په توګه:

  • تاسو باید اترېش څخه د همېشه لپاره لاړ شې، خو تاسو بیا هم دلته پاتې کېږی.
  • تاسو بایسکل د پياده په لاره چلوي.
  • تاسو کډه کوې او د نوم لېکنې دفتر (Meldeamt)ته خبر نه ورکوې.
  • تاسو په سره ترافیکې اشاره تېرېږی.

چيری که تاسو ادارې مجازات شوې یاست، تاسو باید معمولاً مالې جریمه ورکړې. ایا تاسو مالې جریمه نشې ورکولې؟ نو تاسو باید د یو څه مودی لپاره زندان ته لاړ شې.

زه یواځي د جریمې يوه برخه ورکولې شم. ایا زه کولې شم چې وروسته بیا پاتې جریمه ورکړم؟

دولتې ادارو سره خبرې وکړه . د اداري څخه پوښتنه وکړې؟ چې اېا زه په قسطونو جریمه ورکولې شم.

زه ټوله جریمه یواځې نشم ورکولې، لیکن وروسته ئي بېا ورکولې شم. ایا دا ممکنه ده؟

دولتې ادارې وپوښته چې کولې شم قانونې مهلت ترلاسه کړم؟
تکي مهمي : تاسو غواړي چی په بس کی یا په ریل ګاډې کی او یا په مېټرو کی سفر وکړي؟ تاسو یو ټیکټ ته اړتيا لرې. پرته له ټیګټه تاسو جرمانه کېږی. چی ډیر ګران تمامیږي.
تاسو ته جریمه درکړل شوه؟ زر تر زره ئي تحویل کړي. که نه نو جرمانه مو لوړیږې. که تاسو جرمانه تحول نکړې نو تاسو ته به ادارې مجازت درکړل شې.
پاملرنه: ایا ستاسو ادارې مجازات ډیر شوې دې؟ چې داستاسو د پاتې کېدو پر حق باندې منفې اغېز اچولي شی.

قضايي مجازات څه ته وايي؟

قضايي جزا د جدې سرغړونې په صورت کی ترلاسه کېږې.
د بیلګې په توګه: غلا کول، وهل کول، د مخدره موادو پلورل او پیرودل، د اسنادو يا شواهدو جعلې کول، غلطې بېانې ورکول.
د قضايي جزاو په حالت کې زیاتره وخت زندانې کېږې.
پامرنه: تاسو لا تروسه د پناه غوښتنې په بهیر کې یاست؟ ایا تاسو قضائي مجازات شوې یاست؟ ځينې مجازت د پناه (درېمه ماده) او يا وېزی (اتمه ماده) لاسته راوړنې مخنیوې کوې. قضائي مجازات پر (پاتې کېدو حق) هم ډیرې منفې اغېزې کوې.

(د پناه غوښتني به اړه پریکړه (پریکړه

د کډوالو اداره (‌BFA ) څنګه زما د پناه غوښتني غوښتنلېک په اړه پریکړه کوي؟

BFA پریکړه کوې:
۱- تاسو پناه (قبولي) ترلاسه کوي – (۳ ماده- د پناه غوښتني قانون )
۲- تاسو پناه (قبولي) ترلاسه نه کړه- لیکن تاسو ته ئي ویزه (۸ ماده- د پناه غوښتني قانون) درکړه.
پاملرنه:
ایا تاسو ویزه (۸ ماده) ترلاسه کړه؟ دا ښه خبره ده. خو بیا هم: تاسو کولي شی چي شکایت ولیکې. ځکه چی تاسو پناه (دریمه ماده) تر لاسه نکړه. د شکایت په لیکلو سره تاسې د وېزې (اتمه ماده) څخه نه بې برخې کېږې.
۳- تاسو ته نه پناه ( دریمه ماده)، نه وېزه (اتمه ماده) او نه پاتې کېدو حق درکړل شوو. نو بیا تاسو ته د ” بېرته تګ ” پریکړه درکول کېږې.
پاملرنه: تاسو باید زر تر زره خپل قانوني سلا کارسره د ستري محکمي اداري ( (BVwG ته شکایت ولیکي. ستره محکمه (BVwG) د کډوالو اداري ((BFA پریکړه له سره ګوري.

ولي د پناه غوښنتي بهیر ډیر وخت نیسي؟

ډیر دلایل شتون لري چي بهیر ولي ډیر ځنډنی کیږي. تر ټولو عام دلیل دادي چی د کډوالو اداره ډیر کار لري. له همدي امله باید ډیر خلک انتظار وکړي.
ایا تاسو باید ‌ډیر انتظار وباسي؟ نو پدي وخت کي تاسو کولي شي چي الماني ژبه زده کړي.

قانوني ملاتړ

زما په اند چي د کډدالو اداري BFA) ) پریکړه ناسمه ده. ایا زه کولي شم چي د پریکړي بیاکتنه (پلټنه) وکړم.

زما په اند چي د کډدالو اداري BFA) ) پریکړه ناسمه ده. ایا زه کولي شم چي د پریکړي بیاکتنه (پلټنه) وکړم.
هو. ژر تر ژره خپل حقوقي سلاکار سره مشوره وکړه. هغو ستاسو سره یوځاي ستري محکمي ته شکایت لیکي. او بیا د ستري محکمي لخواپري پریکړه کیږي. ستره محکمه کي تاسو یو قاضي یا یو قاضئ ته د تیښتي قیصه یو ځل بیا بیانوي.
دي ډول ویناو ته “خبري اتري” وائي. دي خبرواترو لپاره تاسو ته د پوست له لاري یو بلنلیک درلیږل کیږي.
ستاسو حقوقي سلاکار تاسو دي “خبرواترو” لپاره چمتوکوي.
ستري محکمي د کډوالو د اداري پرکړه وکتله، خو زما په باور ستره محکمه حق بجانب نده. کولي شم چي د ستري محکمي پریکړه یو ځل بیا بیاکتني ته وړاندي کړم.
شاهد چی په ځینو حالتو کي دا ممکنه وي. تاسو پدي حالت کي یو وکیل یا وکیلي ته اړتیا لري. تاسو خپل حقوقي سلاکار سره مشوره وکړي.

زما حقوقي سلاکار څوک دی؟

تاسو به د پریکړنلیک سره د معلوماتو یوه پاڼه ترلاسه کړي. داد(طرزالعمل ترتیب) په نوم یادیږي. او په هغي کي لیکلي وي چي تاسو کوم ځاي کي حقوقي سلاکار ( قانوني مشوره) ترلاسه کولي شي.
تاسو باید oder Verein Menschenrechte Österreich (Diakoni und Volkshilfe) ARGE Rechtsberatung
دفتر ته د قانوني سلا لپاره لاړ شئ.
که چیرته تاسو د معلوماتو پاڼه ترلاسه کړه؟ نو زر تر زره اړونده مشورتي ادارو سره اړیکي ونیسي.
برسیره پردي تاسو کولي شي چي دلته وړیا قانوني مشوري ترلاسه کړي.

ماته د بیرته تګ پریکړه راولیږل شوه، دقیقاٌ دا څه منعی؟

اتریش کولي شي چی ووائي: تاسو باید بیرته خپل هیواد ته راستون شي. چي دی ته د”بیرته تګ” پریکړي ويل کیږي. تاسو د “بیرته تګ” پریکړه د پوست له لاري ترلاسه کوي. تاسو د “بیرته تګ” پریکړه هغه وخت درکول کیږي، چي تاسو نه پناه (دریمه ماده یا قبولي)، نه موقتي پناه (ویزه یا اتمه ماده) او نه د پاتي کیدو حق درکړل شي.
پاملرنه: تاسو مجبور نه یاست چی د “بیرته تګ” پریکړه پر ځان عملي کړي تر هغه چی تاسو ئي نور څارل نه غواړي.
کله یو کس د کډوالو اداري (BFA)پریکړه بیاکتني ته نشي وړاندي کولي؟
کله چي قانوني وخت پاي ته ورسیږي بیا تاسو د پریکړي بیاکتنه نشي کولي. تاسو معمولاَّ یواځي دوه وني وخت لري چي د کډوالو اداري (BFA)پریکړه بیاکتني ته وړاندي کړي. ستاسو د پریکړي په وروستي پاڼه کي تشریح ولولي. هلته ئي لیکلي دي چي تاسو د شکایت لیکلو لپاره څومره وخت لري.
پاملرنه: کله چي تاسو جواب (لیک) ترلاسه کړي نو اړینه ده چی نیټه ئي ولیکي.
کله چي پوست (لیک) راغلي وو او تاسو په کور کي نه وي؟ د ځان سره ولیکي چي کله “زیړه پاڼه” و پوست بکس کي پرته وه.
د پریکړي (لیک یا خط) لفافه له ځان سره وساتي او خپل حقوقي سلاکار او یا سلاکاري ته ئي ویسي.

ستاسو د شکایت وخت هغه وخت پیل کیړي چی کله تاسو لیګ (جواب) ترلاسه کړي.
ایا تاسو لیک (جواب) ډیر وروسته ترلاسه کړو؟ بیاهم ستاسو د شکایت وخت لاسه ځي. تاسو ډیر ارزښتناکه وخت له لاسه ورکوي.
که تاسو جواب (لیک) ‌‌ډیر ناوخته ترلاسه کړي تاسو ته اضافه وخت (د شکایت لیکلو لپاره) نه درکول کیږي. کوښښ وکړي چي زر ترزر ئي ترلاسه کړي او خپل حقوقي سلاکار یاسلاکاري سره خبري وکړي.
سربیره پردي تاسو د کډوالو اداري (BFA) پرکړه بیا کتني ته نشي وړاندي کولي. کله چي:
تاسو د بیاکتني د حق څخه تیر شوي یاست. دا په دي معنی چي تاسو لاسلیک کړي دی چي تاسو د بیا کتني (خپل جواب په چا کتل) حق څخه تیریدل غواړي.
تاسو خپل شکایت بیرته اخیستی دی. دا پدي معنی چي تاسو لومړي شکایت درج کړي وو بیا تاسو بیرته وویل چی تاسو شکایت درج کول نه غواړي.

ما د بیرته تګ پریکړه ترلاسه کړه. او ماته د بیا کتني حق ندی راکړل شوي. اوس څه راپیښیږي؟

تاسو باید اتریش پریږدی.
تاسو کولي شی چي پخپله خوښه اتریش پریږدی.
تاسو معمولاً څوارلس ورځي وخت لري. تاسو سره مرسته کیږي. دي ته د بیرته تګ مرستي وائي.
د بیلګي په توګه: تاسو ته د طیاري ټګټ په وړیا توګه درکول کیږي. د بیرته تګ مشورتي دفتر سره خبري وکړي.
تاسو پخپله خوښه اتریش نه پریږدی.
تاسو د بیرته تګ پریکړه ترلاسه کړه؟ او تاسو پخپله خوښه اتریش نه پریږدی. کیداي شي چی تاسو په زوره وشړل شي. په ځینو حالتونو کي کیداي شي چي د شړلو په خاطر بندي هم شی.

کورني

ما د پناه غوښتنلیک غوښتنه کړي. اوس زه د پریکړي په انتظاریم. ایا زه کولي شم چي اوس خپله کورني اتریش ته راولم؟

نه. مخکي لدي چي تاسو د پناه غوښتني غوښتنلیک په اړه پریکړه ترلاسه کړي نه وي. تاسو خپله کورني اتریش ته نشي راوستلي.
د کډوالو ادراي ته (BFA) ته ووایاست: چي ستاسو کورني څو غړي لري. او هم ورته ووایاست چي ستاسو کورني چيرته ژوند کوي. ځکه چي بیا وروسته د کورني په راوستلو کي ستونزي رامنځ ته کیږي.

ما پناه (قبولي) ترلاسه کړه او زما منګ (عمر) د اتلسو کلونو څخه کم دی. ایا زه کولي شم چي خپل مور پلار او خور ورور اتریش ته راولم؟

ستاسو مور او پلار اتریش ته راتلاي شي. همدارنګه ستاسو خور او ورور هم اتریش ته راتلاي شي خو که د هغو منګ (عمر) د اتلسو کلونو څخه کم وي او واده شوي نه وي. ستاسو مور پلار او خور ورور باید د اتریش یو سفارت ته لاړ شي.او هلته د کورني د بیا یو ځاي کیدو غوښتنه وکړي. تاسو ته د جواب (قبولي) د رارسیدو سره سم هغوي په سفارت کي د کورني بیا يو ځاي کیدو غوښتنه کولي شي.

ما پناه (قبولي) ترلاسه کړه، او زما عمر د اتلسو کلونو څخه پورته دی. ایا زه کولي شم چي مور پلار او خور ورور اتریش ته راولم؟

نه. تاسو له بده مرغه خپل مور پلار او خور ورور اتریش ته نه شي راوستلي.

ما پناه (قبولي) ترلاسه کړه، او زما عمر د اتلسو کلونو څخه پورته دی. ایا زه کولي شم چي خپل خاوند یا خپله میرمن او ماشومان ځان پسي اتریش ته راولم؟

هو. ستاسو خاوند یا میرمن او ماشومان کولي شي چي اتریش ته راشي. هغوي باید د اتریش یو سفارت ته لاړ شي او هلته باید دکورني د بیا یو ځاي کیدو غوښتنه وکړي. ستاسو ماشومان باید د عریضي په وخت کي د اتلسو کلونو څخه کوچني وي او واده شوي نه وسي.
پاملرنه: تاسو باید اتریش ته د راتګ څخه دمخه واده کړي وي.
پاملرنه: دا اړینه ده چي زر تر زره د کورني د بیا یو ځاي کیدو لپاره غوښتنلیک ورکړي. تاسو پناه (قبولي) ترلاسه کړه؟ خپلي کورني ته ووایاست چي هغوي باید د اتریش یوسفارت ته لاړشي.
ایا ستاسو د پناه اخیستلو څخه دري میاشتي تیري شوي دي؟ او ستاسو کورني پس له دریو میاشتو د کورني د بیا یو ځاي کیدو غوښتنلیک وړاندي کوي؟
بیا دا ډیره ستونزمنه ده. تاسو باید اضافي اړتیاوي پوره کړي. ترڅو هغوي وکولي شي چي اتریش ته راشي.

    • تاسو یو کور یا اپارتمان ته اړتیا لري چي هغي کی باید ټولو ته کافي ځاي برابره وي
    • د روغتیا بیمه
    • کافي عايد (پيسی): د کور کرايي سربیره تاسو د ځان او ستاسو خاوند یا میرمني لپاره باید ۱۴۰۰ يورو میاشتي ګټه ولري. او ددی ته علاوه تاسو باید هر ماشوم لپاره ۱۴۰ یورو نور عاید ولري.
        سورصلیب او Verein EHE OHNE GRENZEN له تاسو سره مرسته کوي، که چيرته تاسو خپله کورني راوستل غواړي.

 

    ما ویزه (اتمه ماده) ترلاسه کړه. ایا زه خپله کورني اتریش ته راوستلي شم؟

     

        • ستاسو کورني سمدستي اتریش ته نشي راتللي. هغوي باید دري کاله صبر وکړي. دا موده د جواب د راتلو سره سم پیل کیږي.

     

      زه د دري کاله ځنډ څخه وروسته بیا هم اتلس کلن شوي نه یم. کله چی ماته جواب راکړل شو زه په هغه وخت کي د پنځلس کلونو څخه کم وم. ایا زما مور پلار او خور او ورور اتریش ته راتللي شي؟

       

          • ستاسو مور او پلار او خور او ورور اتریش ته راتللي شي. هغوي باید د اتریش یو سفارت ته لاړ شي او هلته د کورني د بیا یو ځاي کیدو غوښتنلیک وړاندي کړي. ستاسو خور او ورور باید د غوښتنلیک په وخت کي باید د ۱۸ کلونو څخه کوچني او واده شوي نه وي.

       

        Toggle title

         

            • ایا زه کولي شم چي خپل چنغول (نامزاد) یا چنغله (نامزاده) اتریش ته راولم؟

         

            • نه. له بده مرغه تاسو اجازه نلری.

         

          ښونځي، ښوونه او روزنه”

          اجباري ښونځي څه ته وائي؟

          به اتریش کي باید ټول ماشومان او ځوانان ۹ کلونو پوري ښونځي ته لاړ شي.
          دا “اجباري ښونځي” ټولو ماشومانو او ځوانانو لپاره تر ۱۵ کلني پوري دی. د ۹ کلونو ښونځي څخه وروسته د اجباري ښونځي دوره پاي ته رسیږي. او له هغي وروسته باید تاسو د اجباري زده کړو خاوندان وسي. ایا ستاسو عمر د ۱۵ کلونو څخه زیات دی؟ بیا تاسو په اجباري زده کړو مکلف نه یاست. تاسو ته په ښونځي کي ځاي نه درکول کیږي.
          دلته تاسو په اتریش کي د زده کړو سیستم ته یوه لنډه کتنه کولي شي. Link – Bildungswegweiser

          زه د ۱۵ کلني څخه پورته یم. زه څه کولي شم؟

          په وین کي تاسو کولي شي چي یو بنسټیز روزنیز کورس ته لاړ شي. پدي روزینز کورس کی تاسو الماني ژبه، لیک، لوست، حساب کول او داسي نوري زده کړي کولي شی. موخه داده چي تاسو اجباري زده کړي بشپړي کړي. چي دا سختي ازمویني دي. تعلیمي موسسي تاسو سره مرسته کوي چي خپلي اجباري زده کړي بشپړي کړي. ددي نه وروسته تاسو کولي شي چی مسلکي کورسونو ته لاړ شی او یا ښونځي ته داوام ورکړي.
          دلته تاسو په اتریش کي د زده کړو سیستم ته یوه لنډه کتنه کولي شي. Link – Bildungswegweiser

          زه د ثانوي زده کړو بري لیک لرم. ایا کولي شم چي پوهنتون ته لاړشم؟

          تعلیمی موسسي تاسو ته لارښونه کوي چي تاسو لپاره کوم تعلیمي وړاندیزونه په اتریش کي شتون لري.
          زه د پناه غوښتني په بهیر کي یم. ایا زه په اتریش کي پوهنتون ته تللي شم؟
          دلته د لوړو زده کړو لپاره د وین د پوهنتونو په باره کی معلومات ترلاسه کولي شی.
          wirhelfen.univie.ac.at
          او دلته د نورو پوهنتونو په باره کی معلومات ترلاسه کولي شی.
          www.studium.at/universitaeten

          کومي تعلیمي موسسي شتون لري؟

          دلته به اتریش کي د تعلیمي موسسو یو عمومي کتنه.
          Link – Bildungswegweiser
          به وین کی د بیلګي په توګه:
          پروزا – Prosa: روزینیز کورسونه وړاندي کوي. هو څوک چي عمر ئي ۱۶ کلونو څخه پورته وي نو پدی کورس کي برخه اخیستلي شي.
          پروزا هم تعلیمي مشوري ورکوي تاسو کولي شي چي پرته د نوم لیکني څخه برخه واخلي.
          دلته تاسو لا زیات معلومات ترلاسه کولي شي. چیرته او کله لارښودنه کیږي.
          PROSA Beratungszentrum

          StartWien JUGEND COLLEGE : په Jugend College کي د الماني ژبي او ښونیز کورسونو تدریس کیږي. دا مهمه نده چي تاسو پناه (قبولي) ولري او یا او یا تاسو مرکي (انټرویو) ته انتظار کوي. تاسو باید د ۱۵ او ۲۱ کلونو په منځ کي وسي.
          دلته تاسو زیات معلومات ترلاسه کولي شي.
          StartWien JUGEND COLLEGE

          مسلکي کورس څه ته وائي؟

          مسلکي کورس (Lehre)کي تاسو يو ځانکړی مسلک زده کوي. لکه: نائي، عینکوجوړونه، اشپزي او داسي نور.

          زه سپین کارت لرم. ایا زه کولي شم چي مسلک زده کړم؟

          تاسو دریو میاشتو راهسي د پناه غوښتني بهیر کي شامل شوي یاست؟ ایا ستاسو عمر د ۲۵ کلونو څخه کم دی؟ نو بیا تاسو مسلکي کورس کي برخه اخستلي شی. که تاسو چیرته شامل شوی نو بیا تاسو ته Lehrling ليرلنګ ) ) ویل کیړي. تاسو باید په هغه مسلکونو کی زده کړي وکړي چي په کومو کي لږ زده کونکي شتون ولري. تاسو باید هغه مسلک غوره کړي په کومو کی چي د زده کونکو کچه ټیټه وي.
          دلته کولي شی چي د مسلکي کورسونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
          د کار موندني خدمتونه – LINK

          چیرته په وړیا توګه الماني ژبه زده کړم؟

          Sprachencafé:
          په شپراخ کافی کي تاسو د نورو اتریشیانو سره په الماني ژبه خبري اتري کوي او الماني زده کوي. دا کورس نه دی. تاسو نوم لیکني ته اړتیا نه لري. تاسو همداسي ورتلي شي.
          Sprachencafé
          Caritas Wien – CarBiz
          ایا ستاسو عمر د ۱۶ کلونو څخه پورته دی. دلته کولي شی چي په الماني کورس کي برخه واخلي
          CarBiz
          Integrationshaus Wien
          دلته تاسو د الماني ژبي په باره کی معلومات ترلاسه کړي.
          Integrationshaus
          Jugendinfo Wien
          دلته تاسو د الماني ژبي په باره کی معلومات ترلاسه کړي.
          Jugendinfo Wien

          Letztes Update am 08.06.2017